په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې د جنجالونو له کبله د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو ۳۵ ملیارده ډالره تاوان کړی

    په امریکا کې د جنجالونو له کبله د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو ۳۵ ملیارده ډالره تاوان کړی

    © Fotolia/ ZIQUIU
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 74 0 0

    د چهارشنبې د ورځې د سوداګرۍ د پایلو له مخې، د نړۍ تر ټولو۵۰۰ شتمنو خلکو په امریکا کې د ناڅرګنده سیاسي حالاتو له کبله ۳۵ ملیارده ډالره تاوان کړی دی. په دې هکله خبر دBloomberg Billionaires Index خپور کړی دی.

    ددغو خلکو د جملې نه یو یې بیل ګیتس چې دIT-корпорации Microsoft شرکت ریس او د ۸۶،۸ ملیاردو ډالرو خاوند دی، هغه ته له دې کبله چې د مایکروسوفټ د سهمیېو بیې ۲،۸ سلنه راغورځېدلې دي، ۱،۰۱ ملیارده ډالره تاوان ورسېدلی دی. چې دا ددې شرکت د سهمیو د بیو په ټیټوالي کې دا تر ټولو ټیټه بیه ده. د بریښنا په کرښه د Amazon.com د مغازې بنسټ ایښیدونکی جیف بیزوس چې د ۸۱،۹ ملیارده ډالرو خاوند دی د Amazon د سهمیو په بیو کې د ۲،۲ سلنه ټیټوالي له کبله، ۱،۷۱ ملیارده ډالره تاواني شوی دی. د اسپانیا د زاره امانسیو بنسټ ایښېدونکی ارتیګي ۳۳۵ ملیونه ډالره تاواني شوی، چې په پایله کې یې شتمني ۸۳،۲ ملیارده ډالرو ته راټیټه شوې ده.

    د نړۍ د پینځو تر ټولو شتمنو خلکو په نوملړ کې د فیسبوک بنسټګر مارک څوکیربورګ او د Berkshire Hathaway شرکت ریس اویرن بافیټ هم شامل دي. مارک څوکیربورګ ۲،۰۳ ملیارده ډالره تاوان سره مخ او شتمني یې ۶۲،۳ ملیاردو ډالرو ته راټیټه شوې. اویرن بافیټ ۸۵۲ ملیونه ډالره تاواني شو چې شتمني یې ۷۲،۷ ملیارده ډالرو ته راټیټه شوې ده.

    د ملیاردرانو ټوله شتمني ۴،۹ تریلیونه، چې د تیر کال پر تله ۴۵۷ ملیارده ډالره لږه حساب شوې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی