په ژوندی پڼه خپرونه
    بوریس جانسون له سکهانو سره د ویسکي د بوتل پر سر شخړه کړې

    بوریس جانسون له سکهانو سره د ویسکي د بوتل پر سر شخړه کړې

    © REUTERS/ Neil Hall
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 110 0 0

    د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر سکهان له دې کبله په غصه کړي چی د هغوی له معبد څخه د کتنې په وخت کی یې هند ته د سکاټلنډ د وسیکي د واردولو پر موضوع تماس نیولی، که څه هم د سکهانو د مذهب لارویانو ته د الکولو څکل منعه دي. په دې هکله دThe Guardian ورځپاڼې لیکلي دي.

    بوریس د سکهانو په معبد کی وویل:« د ساټلنډ پر ویسکي د هند محصول په سلو کی ۱۵۰ تشکیلوي. موږ باید هغه (په هند کی» خپلو خپلوانو ته له محصول پرته یوسو… هیله من یم، زه دلته، په دې هکله خبرو، هیڅوک نه په غصه کوم چی که چیرې کوم څوک هند ته ځي، نو باید له ځان سره د ویسکي بوتل واخلي».
    د هغه خبرو، لکه چی ورځپاڼه لیکي، دینداره خلک په قهر کړي دي. د بالبیر کاوور په نامه یوې ښځې په وزیر انتقاد کړی. هغې په لوړ غږ وویل:«تاسې څرنګه د سکهانو په معبد کی د الکولو په هکله خبرې کوی؟ دا بالکل د منلو وړ نه ده!».
    خو د لندن پخواني شاروال بیاهم پرخپله خبره ټینګار کاوه:« زه افسوس کوم چی تاسې الکول کوم بد څه بولی. زه ستاسې په دریځ پوهیږم. خو دا د هر مذهب نظر نه دی».
    ورځپاڼه زیاتوي چی جانسون سره له دې د خپلو خبرو په خاطر بښنه وغوښته.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی