په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیې متقاعده ښځه انا د بریښنا په کرښه پېسې ګټې

    روسیې متقاعده ښځه انا د بریښنا په کرښه پېسې ګټې

    © Sputnik/ Ruslan Krivobok
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 64 0 0

    د نوسیبیرسک د ښار نه متقاعده ۵۹ کلنه ښځه توانېدلې، چې د بریښنا په کرښه د Twitch ژوندې بڼه د Counter-Strike او Minecraft لوبو کې ګټه وکړي.

    ښځې منلې، چې په دغو پېسو هغه د خپلو لمسیانو لپاره ډالۍ اخلي او لمسیانو یې نیاګۍ ته سلا ورکړې وه، چې د Twitch په کرښه لوبې پیل کړي. د هغې ټولې لوبې خوښېږي. خو «هغه نه شي کولای د یوې نه بلې ته واوړي». اوسمهال د هغې اړونده کانال سره ۴۲ زره تنه اړیکه لري.

    نوموړې وویل، کله چې هغې دغه لوبه پیل کړه نو یو تن ورته۷۰۰ ډالره دالۍ کړل. هغې په دې پیسو کیبورډ، موږک او نور اړین توکي واخیستل. په ورته وخت کې ددغې ښځې ډیر خپلوان او دوستان د هغې په دې بوختیا خبر نه دي. په دې کورنۍ کې «د لمسیانو پرته د هغې خور هم وروسته له کر او کښت نه ددمې په موخه د بریښنا په کرښه لوبې کوي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی