په ژوندی پڼه خپرونه
    یوولس کلن هکر په لسګونو تیلفونونه مات کړي (تصویر)

    یوولس کلن هکر په لسګونو تیلفونونه مات کړي (تصویر)

    © Fotolia/ Tomasz Zajda
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12210

    وان هکر د ټولې نړۍ د IT- ماهرانو په وړاندې د لوبو د هښیارې نرمې یږې د الکتروني سیستم د ماتولو میټوډ وښود او یږه یې مجبوره کړه چی د ده ترڅنګ وځلیږي او په سالون کی غږونه ثبت کړي. په دې هکله Mashable خبر ورکړی.

    د امریکا د تکزاس د ایالت د اوستین د ښار یوولس کلن اوسیدونکي روبین پول د دغې خبرې د څرګندولو پریکړه وکړه چی هره هښیاره وسیله د هکرانو موخه ګرزیدلی شي.
    پول د خپل استعداد تر ښوولو دمخه وویل:«له هوايي ډګرونو تر موټرونو، له سمارت فونونو تر هښیارو کورونو — ټول د انتیرنیت شیانو جز ګرزیدلی شي. او له ترمیناتوره تر کوچنۍ یږې — ټول په وسله بدلیدلی شي».
    د شپږم ټولګي زده کوونکي تر دې وروسته معلومات ورکړل چی عملاً هر معاصر ګاجیټ Bluetooth آخذه لري او اکثراً هغه تر ټولو زیانمنونکی ځای شمیرل کیږي.
    دغه ځوان متخصص د Raspberry Pi کمپیوتر په مرسته په سالون کی دستګاه سکان کړه او د لسګونو تیلفونونو شمیره یې ترلاسه کړې. وروسته تر دې هکر له یوې شمیرې سره تماس ونیو او غږ یې ثبت کړ او وروسته یې د لوبې د وسیلې په واسطه کتونکو ته د هغو د اوریدلو وړاندیز وکړ.
    پول همداشان د اغیزمنې نندارې په موخه د د لوبو د نرمې یږې په دننه کی چراغ روښانه کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی