په ژوندی پڼه خپرونه
    کېدای شي، ټرمپ به د «روسیې» د څيړنو په تړاو د وکیلانو ځانګړې ډله جوړه کړې

    کېدای شي، ټرمپ به د «روسیې» د څيړنو په تړاو د وکیلانو ځانګړې ډله جوړه کړې

    © AP Photo/ Jim Lo Scalzo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 123 0 0

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې د امریکا ولسمشرۍ ته په ټاکنو کې د«روسیې د لاسوهنو» د څيړنو په تړاو د وکیلانو ځانګړې ډله جوړه کړې. په دې هکله خبر د CNN ټلویزیوني کانال ورکړی دی.

    د امریکا د عدلیې د چارو وزارت د امریکا د ځارګرې فدرالي ادارې پخوانی مشر روبیرت میولیر په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې د امریکا ولسمشرۍ ته په ټاکنو کې د«روسیې د لاسوهنو» او د ټاکنو په پایلو د اغیز د هڅو د څيړنو په تړاو د ځانګړي څارنوال په توګه په دنده ګمارلی دی. روسیې څو ځلې دغه تورونه رد کړي دي. د روسیې د ولسمشر د رسنیزو چارو ددفتر مشر دغه تورونه «په بشپړه توګه بې بنسټه» ګڼلي دي.

    د ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، د پنجشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپلو سلا کارانو سره د ددغو ځيړنو په تړاو د وکیلانو د څانګړې ډلې د جوړولو په موخه کتنه وکړه. په دغې کتنه کې دډونالډ ټرمپ خپل شخصي وکیل مایکل کوین هم ناست وو.

    د ټلویزیوني کانال سره د مرکې پر مهال د جمهوري پلویانو د ګوند یوه غړي چې حالاتو سره بلد دی، وویل:«هغه (ټرمپ) ته نور اضافه خلک په کار دي. ټول په دې پوهیږي، چې هغه نور ځواک ته اړتیا لري».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی