په ژوندی پڼه خپرونه
    په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

    په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

    © Fotolia/ aaastocks
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 133 0 0

    د جمعې په ورځ د ایران په تولو ښارونو کې د نوي ولسمشر د ټاکنې په موخه ټاکنیزې حوزې پرانستل شوې دي. په دې هکله خبر د ایران د ټاکنو کمیسیون ورکړی دی.

    د کمیسون د معلوماتو له مخې، ۵۶ ملیونه خلک د رایو حق لري او ټول د ټاکنو ۶۳ زره اړونده دفترونه پرانستل شوي دي.

    ولسمشرۍ ته څلو تنه نوماندان دي؛ اوسنی ولسمشر حسن روحاني، ایت الله ابراهیمي ریسي، پخوانی مرستیال ولسمشر مصطفی هاشمي او مصطفي آغا میر سلیم. که څوک د۵۰ سلنه نه ډیرې رايې تر لاسه نه کړي نو دوهم پړاو ټاکنې به یوه اونۍ وروسته ددوه نوماندانو تر منځ چې تر نورو نوماندانو یې رایې ډیرې ګټلي وي، تر سره شي.

    په همدې ډول ددغو ټاکنو سره یو ځای به د سیمیزو شوراګانو د استازو ټاکنې او د پارلمان د وکیلانو ټاکنې چې ټاکل شوي نه دي، تر سره شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی