په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا د کوریا ټاپو وزمې ته دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ ولېږله

    امریکا د کوریا ټاپو وزمې ته دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ ولېږله

    © Photo/ U.S. Navy / Justin Wolpert
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 173 0 0

    د امریکا د متحده ایالتونو د سمندریزو ځواکونو «رونالد ریګین» الوتکې وړونکې بېړۍ د شمالي کوریا د توغندیو د توغولو وروسته د کړکیچ دزیاتېدو سره د کوریا ټاپو وزمې په لور په خوځښت کې ده. په دې هکله خبر د CNN ټلویزیوني کانال د دوو پوځي سرچینو په حواله ورکړی دی.

    د امریکا ددفاع د وزارت په وینا؛ دغه الوتکه وړونکې بېړۍ به د «کارل وینستڼ» بېړۍ په مشرۍ په ګډو پوځي تمرینونو کې برخه واخلي.

    د ویلو وړ ده، چې د بېړۍ عمله به بیلابیل ښوونیز تمرینونه تر سره کړي. «په لومړي ګام کې په خوندي توګه د بېړۍ نه د الوتکو د الوتنې او په بېړۍ کې د الوتکو د ناستې تمرینونه وکړي». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی