په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ په پام کې لري، پر اوباما د پټو معلوماتو سره د بې پامۍ تور ولګوي

    ټرمپ په پام کې لري، پر اوباما د پټو معلوماتو په تړاو د بې پامۍ تور ولګوي

    © AFP 2017/ Jim Watson
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 79 0 0

    د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري، د بارک اوباما د ادارې ډله د پټو معلوماتو په تړاو د بې پامۍ په تور تورنه کړي. په دې هکله خبر د Foreign Policy د سرچینې په حواله ورکړی دی.

    د رسنۍ د خبر له مخې، د ترمپ ډله په پام کې لري، د ملي امنیت ددیبارتمنت د پروګرام په تړاو چې له مخې یې د هاکرانو د بریدونو پر ضد د همکاریو په موخه معلومات شریک کېږي، څېړنې پیل کړي.

    ویل کېږي، چې ټرمپ په پام کې لري، پر اوباما تور ولګوي، چې روسیې او نورو هیوادونو ته چې متحدین نه دي، ددغه پروګرام له مخې پټ اسناد ورکړي دي.

    ددې سربیره په پام کې ده، چې په رسنیو کې به ددغه پروګرام په تړاو پر پخواني ولسمشر د پټو اسنادو د خپرولو د تورونو سره لیکنه خپره شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی