په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې د ټرمپ د کار د تایید درجه ټیټه شوې ده

    په امریکا کې د ټرمپ د کار د تایید درجه ټیټه شوې ده

    © AFP 2017/ Brendan Smialowski
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 87 0 0

    د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کار د تایید درجه ټیټه شوې ده. په دې هکله معلومات د مانموت د پوهنتون لخوا د تر سره شوې ټولپوښتنې د پایلو له مخې ورکړ شوي دي.

    د ټولپوښتنې، چې د مای د میاشتې په ۱۳- ۱۷ نېټه تر سره شوې وه او په کې ۱۰۰۲ تنو امریکايي وګړو برخه اخیستې وه، د پایلو له مخې ویل کېږي، چې اوسمهال د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ترمپ کار ۳۹ سلنه امریکایان تاییدوي او ۵۳ سلنه امریکایان بیا د هغه کار نه خوښ نه دي.

    د یادونې وړ ده، چې د مارچ په میاشت کې د ولسمشر دډونالډ ټرمپ کار ۴۳ سلنه امریکایانو لپاره د تایید وړ وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی