په ژوندی پڼه خپرونه
    چینايي جټ الوتکو د چین په ختیځ کې امریکايي الوتکه نېولې ده

    چینايي جټ الوتکو د چین په ختیځ کې امریکايي الوتکه نېولې ده

    © AP Photo/ Juan Carlos Hernandez
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 75201

    د چین su-30 ډوله جټ الوتکو د چین په ختیځ کې د سمندر پر سر په اسمان کې د امریکا د ځانګړو دندو الوتکه نېولې ده. په دې هکله خبر د NBC News آژانس د امریکايي پوځي سرچینو په حواله ورکړی دی.

     په دې هکله د خبر له مخې ویل کېږي:«د امریکا WC-135 Constant Phoenix ډوله الوتکه چې د چین په ختیځ کې د سمندر پر سر د نړیوال چاپیریال په فضا کې یې د اټومي وسلو د کارېدو د توکو راټولو په موخه په دنده بوخته وه، د چین دوو su-30 ډوله جټ الوتکو لخوا ونېول شوه».

    د امریکا د WC-135 Constant Phoenix ډوله الوتکې عملې د چینايي الوتکو د پیلوټانو دغه عمل غیر مسلکي نومولی دی.

    د امریکايي پوځي چارواکو په وینا؛ اوسمهال د چین له لوري سره دیپلوماتیکو لارو چارو د پېښې په تړاو خبرې روانې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی