په ژوندی پڼه خپرونه
    کاساچوف: امریکايي ځواکونو په سوریه کې پر دولتي ځواکونو د برید سره په ژینیوا کې پر خبرو اترو برید وکړ

    کاساچوف: امریکايي ځواکونو په سوریه کې پر دولتي ځواکونو د برید سره په ژینیوا کې پر خبرو اترو برید وکړ

    © Sputnik/ Alexander Shalgin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 73 0 0

    د امریکا د هوايي ځواکونو لخوا په سوریه کې پر دولتي ځواکونو برید ته شو کولای، چې د یو ناڅاپي عمل په توګه ونوماوو. دا نه یوازې پرسوریې بلکې په ژینیوا کې پر خبرو اترو هم برید وو. په دې هکله څرګندونې د سنا مجلس د نړیوالو چارو د کمېتې مشر کنستانتین کساچیوف کړې دي.

    له دې مخکې د «ریا نووستي» خبري آژانس خبر ورکړی وو، چې د امریکا په مشرۍ ټلوالې د Al-TANF په سیمه کې د سوریې په دولتي ځواکونو بریدونه کړي وو.

    د جمعې په ورځ سناتور په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:« د امریکا د هوايي ځواکونو لخوا د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې پر دولتي ځواکونو برید ته شو کولای، چې د یو ناڅاپي تیروتنې په توګه ونوماوو. دا یو قصدي عمل وو، چې پایلې به یې وارزولې شي».

    د هغه په ​​اند، دا ناشونې ده، چې دغه عمل، خو په حقیقت کې د یوه خپلواک دولت په خاوره کې پر دولتي ځواکونو برید او د سوریې د حکومت او د اپوزیسیون تر منځ د شخړې د حل په موخه په ژنیوا کې پر روانو خبرو اترو تیری جلا شي. کساچیوف وویل؛«دا نه یوازې پرسوریې بلکې په ژینیوا کې پر خبرو اترو هم برید وو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی