په ژوندی پڼه خپرونه
    هغه پاچا چې په پټه د پېلوټ په توګه کار کوي

    هغه پاچا چې په پټه د پېلوټ په توګه کار کوي

    © Sputnik/ Iliya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 178851

    د نېدرلنډ ولسمشر څرګنده کړه چې له تېرو یوويشتو کلونو راهيسې د «اېل اېم» هوايي شرکت سره د پېلوټ په توګه دنده لري.

    د نېدرلنډ ولسمشر ولیم الېګزنډر د «ډيلی ټېلګراف» سره په مرکه کې څرګنده کړه چې نوموړی له تېرو یوويشتو کلو راهيسې د «اېل اېم» هوايي شرکت سره د پېلوټ په توګه دنده لري.
    الېګزنډر وايي چې دی په میاشت کې یواځې دوه ورځې پيلوټي کوي، د پرواز پر مهال د پېلوټانو خولۍ او ینويفورم اغوندي او مسافرینو ته د اعلان پر مهال د خپل نوم له اخېستلو ډډه کوي، ترڅو خلک يې و نه پېژني.
    نوموړی وايي چې پېلوټي د ده شوق دی او په دې سره به يې د ولسمشرۍ له اندېښنو ځان خلاصوی. دی وايي « کله چې له مسافرو ډکه الوتکه هوا ته پورته شي، ځمکنۍ ستونزې پر ځمکه پاتې شي او اسمان کې یو بل کار ته ذهن متوجه شي، په دې سره به مې خپل سړه زړه ته ارامۍ ور کاوه».
    له دې مخکې خلکو کې د نوموړي الوتکو الوځولو مينه مشهوره وه، خو په لومړي ځل نوموړي یاد تلویزون سره په ډاګه کړه چې دې په منظم ډول د پېلوټۍ دنده ترسره کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی