په ژوندی پڼه خپرونه
    هوښیار خلک له ځان سره خبرې کوي

    هوښیار خلک له ځان سره خبرې کوي

    © Fotolia/ pathdoc
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 77010

    هغه کسان چې وخت ناوخت له ځان سره پر لوړ غږ خبرې کوي په ذهني توګه فعال او ځیرک وي.

    په نړۍ کې د پوهانو د نوۍ څیړنې له مخې ویل کیږي هغه خلک چې له ځان سره د خبرو کولو عادت لري، هغوی په ذهني توګه تازه او پر مسایلو متمرکز کسان وي.
    د څېړونکې ډلې یو شمېر هغو کسانو ته پام کړی چې له ځان سره د خبرو کولو روږدي وي او معلومه کړې يې ده چې دا کومه ناروغي نه؛ بلکې د ذهني چارو د لا ښه والي له پاره مرسته کونکې ده.
    څېړنې ښودلې ده چې له ځان سره خبرې کول؛ ذهني او ذاتي چارې لا ښې کوي او انسان په ذهني ډول پر هغه څه چې غواړي يې تمرکز کوي.
    په څېړنه کې زیاته شوې ده په لوړ غږ له ځان سره خبرې کول د ذهن یا مغزو هغه برخه په کار راولي چې د فکر کولو او یادښت ساتلو صلاحیت لري.
    څېړونکي باور لري چې له خپل ځان سره خبرې کول، ذهن او تصورات پر هغه ټکي یا موضوع باندې چې تاسو يې غواړئ، متمرکز کوي، په تصوراتو کې روڼوالی راځي چې له امله يې تاسو ته ستاسو غوښتونکې کلمې په لاس درځي.
    څېړنه زیاتوي له ځان سره په خبرو کولو سره د ذهن تصویري نظام په حرکت راځي چې له امله یې ذهن تیزیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی