په ژوندی پڼه خپرونه
    د سویډن څارنوالۍ د آسانج د نیولو امر لغوه کړ

    د سویډن څارنوالۍ د آسانج د نیولو امر لغوه کړ

    © Sputnik/ MacNaughton
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 59 0 0

    د سویډن څارنوالۍ پریکړه کړې، چې د Wikileaks د بنسټ ایښېدونکي د جولیان آسانج چې د جنسي تیري تور ورباندې لګېدلی، د نیولو امر لغوه کړي.

     "ددې په پام کې نيولو سره چې اوس مهال د څېړنو ټولې چارې تر سره شوي نو اوس دې ته هیڅ اړتیا نشته چې د جولیان اسانج د نیولو پریکړه د اروپايي ټولنې په ملاتړ د هغه د نیولو امر په خپل حال وساتل شي". په دې هکله څرګندونې څارنوالې ماریان نیو په خپله لیکنه کې چې د ستهکولم محکمې ته سپارلې وه، لیکلي دي. په دې هکله د هغې خبرې د TT ټلویزیوني کانال خپرې کړې دي.

    د سویډن د څارنوالۍ دفتر ویلي، که جولیان اسانج تر ۲۰۲۰ ز- ل کال پورې په دې هیواد کې څرګند شي، نو د هغه په تړاو به پلټنې بیا پیل شي شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی