په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف په سوريي کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف هوايي برید غير قانوني بللي

    لاوروف په سوريي کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف هوايي برید غير قانوني بللي

    © Sputnik/ Vitaliy Belousov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 39 0 0

    د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف ویلي، چې د سوریې پر حکومتي ځواکونو د امريکا په مشرۍ د ايتلاف بمبارۍ غير قانوني او د سوریې د ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

    لاوروف: «د داسي بریدونو لامل هرڅه چې اوسي، دا نامشروع او غیر قانوني عمل دي او د سوريي د ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.»

    لاوروف زیاته کړه، امریکايي چارواکو د برید لامل په هکله ویلی چې «حکومتي ځواکونو اپوزیسیون ته ګواښ رامنځته کول».

    د لاوروف په وینا، د ځينو راپورونو له مخې پدې برید کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي. نوموړي وویل چې مسکو اوس د پیښي په تړاو جزئيات څاري.

    د یادونې وړ ده، د پنجشنبې په ماښام د امریکا په مشرۍ ايتلاف د سوريي په التانفا سیمه کې د سوريي پر حکومتي ځواکونو هوايي برید کړی. د پنتاګون راپور له مخې، برید پر هغه ډله چې غوښتل يې «د شخړو د مخنیوي زون» ته ور ننوځي، تر سره شوی. ایتلاف دا برید د «اسلامي دولت» په وړاندي د مبارزي د ګوزارونه په نوملړ کې شامل کړي.

    د سوریې د ملي دفاع وزارت په خپل وار راپور ورکړی، چې د سوريي د حکومتي ځواکونو پر پوستو برید شوي، د برید په پایله کې مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د لاوروف او ټرمپ تر منځ د خبرو اترو پر مهال غږ نه وو ثبت شوي، یوازې د خبرو متن شتون لري
    پوتین: که واشنګټن وغواړي روسيه چمتو ده هغوی ته د ټرمپ او لاوروف ترمنځ د خبرو اترو په اړه معلومات وړاندي کړی
    رسنیو په دې هکله چې ټرمپ لاوروف ته دداعش په هکله پټ معلومات ورکړي، خبر تر لاسه کړی دی
    ټرمپ لاوروف ته د پټو معلوماتو ورکولو سره د اسراییلي اجنټ ژوند له ګواښ سره مخ کړ
    سپینه ماڼۍ: د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې د ټرمپ او لاوروف په هکله لیکنه ریښتینې نه ده
    لاوروف واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې په سوريي کې د امنیتي زونونو د جوړولو په اړه خبری کړی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی