په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د کانګریس پخواني غړی په خپلو جنسي جرمونو اعتراف کړي

    د امریکا د کانګریس پخواني غړی په خپلو جنسي جرمونو اعتراف کړي

    Alan Crosthwaite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 90 0 0

    د امریکا د کانګریس پخواني غړی اینتوني وینیر، چې د امريکا د ټولټاکنو په کمپاین کې د پام وړ رول لوبولی وو، په خپلو جنسي جرمونو اعتراف کړي. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د فاکس ټلویزیوني چینل له قوله خپور کړي.

    وینیر اعتراف کړي چې هغه او ۱۵ کلني نجلۍ یو بل ته غیر اخلاقي انځورونهو استول. پدي اړه د محکمي غونډه به د جمعې په ورځ ترسره شی.

    د ځينو ټولنپوهانو په وینا، د وینیر رسوايۍ په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هیلري کلنټن د بایلي سبب ګرځيدلي.

    وینیر د کلنټن د مرستیالي هما عابدین خاوند دی. د اف بي اي د معلوماتو له مخې، عابدین د بهرنیو چارو وزیري کلنټن محرم بریښنالیکونه خپل کمپيوټر ته استولي وو.

    وینیر له همدی کمپيوټر څخه ۱۵ کلني نجلۍ ته غیر اخلاقي انځورونه استول. کله چې پولیسو پدي تړاو د هغه کمپيوټر وڅیړل، یاد شوی بریښنالیکونه وموندل شو.

    د اف بي اي مشر جیمز کومي د دغو لیکونو د شتون په اړه معلومات د ولسمشرۍ د ټولټاکنو نه ۱۰ ورځي مخکې اعلان کړ. وروسته ددې مسئلي نه په بیلابیلو ټولپوښتنو کې د کلنټن شهرت مخ په کمیدو شو او ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

    د کلنټن په وینا، هغي ته، د اف بي اي د مشر خبری د ولسمشري څوکۍ په ارزښت تمامي شوي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    په امریکا کې د فارغانو میندو د څوکۍ پر سر نښته کړی (ويډیو)
    په امریکا کې د ټرمپ د کار د تایید درجه ټیټه شوې ده
    امریکا د کوریا ټاپو وزمې ته دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ ولېږله
    دبشري حقونو سازمان: د امریکا په هوايي بریدونو کي د افغانانو مرګ ژوبله زیاته سوې
    په امریکا کې د جنجالونو له کبله د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو ۳۵ ملیارده ډالره تاوان کړی
    امریکا داروپا نه په الوتنو کې په لپ ټاب بندیز ونه لګاوه
    د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ نه د پلټنو غوښتنه شوې
    د امریکا د سنا په مجلس کې د ټرمپ لخوا د فیلین په تړاو له کومي نه د غوښتنې په اړه شکونه را پیدا شوي دي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی