په ژوندی پڼه خپرونه
    د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې روحاني مخکې دي

    د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې روحاني مخکې دي

    © REUTERS/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 33 0 0

    د ایران اوسني ولسمشر حسن روحاني د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخکې دي. دا خبر رویټرز خبری آژانس د خپل سرچیني له قوله خپور کړی.

    د سرچينې د وینا له مخې، د ۴۰ ميليونو رايو څخه اوس ۳۷ ميليونه رايي شمیریل شوی، روحاني ۲۱،۶ ميليونه رايي ترلاسه کړي. ابراهیم رئیسی د ۱۴ ميليونو رايو په ترلاسه کولو سره په دویم ځای کې دي.

    سرچينې خبری آژانس ته وویل: « ټاکني پای ته رسیدلی، روحاني وګټله». هغه زياته کړه چې شاوخوا د ۴ ميليونو رايو شمیریل پاتې دی.

    د یادونې وړ ده، د جمعې په ورځ د ایران په تولو ښارونو کې د نوي ولسمشر د ټاکنې په موخه ټاکنیزې حوزې پرانستل شوی وی. د معلوماتو له مخې، ۵۶ ملیونه خلک د رایو ورکولو حق لري.

    د ایران ولسمشرۍ ته څلور تنه نوماندان دي — د ایران  اوسني مشر ۶۷ کلن حسن روحاني، د ولسمشر لومړي مرستیال ۶۰ کلن اسحاق جهانگیری، د ایران د صنایعو پخواني وزیر ۷۰ کلن مصطفی هاشمي طابا، د ایران د فرهنګ پخواني وزیر ۷۰ کلن مصطفی میرسلیم او د ایران پخواني لوی څارنوال ۵۰ کلن ابراهیم رئیسی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې
    ټرمپ او د ابو ظبي ولیعهد شاهزاده د یمن، سوریې او د «ایران د ګواښونو» په هکله خبرې وکړي
    رسنۍ: ترکيه غواړی د ایران سره په پوله کې دېوال جوړ کړي
    سعودي عربستان ته د ایران ددفاع د چارو وزیر خبرداری
    په ایران کې د « جاسوسي ځالې » د نیول کیدا 38 کالیزه
    د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ايران پر سرحدي ساتونکو د بريد په تړاو اعتراض څرګند کړ
    ایران او شمالي کوریا ددې وړتیا نلری چې پر امریکا توغندیز برید وکړی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی