په ژوندی پڼه خپرونه
    ناټو روسي اوبتلي د اتلانتیک لپاره ګواښ بللي

    ناټو روسي اوبتلي د اتلانتیک لپاره ګواښ بللي

    © Fotolia/ Kariochi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 66 0 0

    ناټو په اتلانتیک کې د روسيي سره د مقابلې په موخه غواړی په اتلانتیک کې د ناټو سترې قوماندانۍ بیرته پرانیسی. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د وال ستریت ژورنال له قوله خپور کړی.

    په ناټو کې د وال ستریت ژورنال د سرچيني په وینا، په دې اونۍ کې په بروکسل کې یاد شوی پلان د ناټو جنرالانو ته وړاندې شو.

    د ناټو د پوځي کمیټې مشر پیتر پاول ویلی: «موږ باید په شمالي اتالنتیک کې او په شمالي قطب کې د ګواښونو په ګډون په ټولو برخو کې ممکنه ګواښونو ته جدی پاملرنه وکړو».  

    پوځي کارپوهان په دې باور، چې اوس ناټو د سیمي د څارنې لپاره کم امکانات لری، او د روسيي اوبتلي کولای شي په شمالي اتالنتیک او په شمالي قطب کې په پټه فعالیت وکړی.

    د یادونې وړ ده، په اتلانتیک کې د ناټو د سترې قوماندانۍ ماموریت د ۱۹۵۲ کال څخه تر ۲۰۰۳ کاله پورې دوام وکړ. ددې ماموریت موخه — د بحری دهلیزونو خونديتوب وو، ترڅو د پوځي مقابلې په صورت کې امریکا وکوالای شی اروپا سره پوځی مرستي وکړی.

    په وروستيو کلونو کې ناټو د «ممکنه یرغل» تر عنوان لاندې د روسیې پولو ته نږدې د خپلو وسله والو ځواکونو تمرکز زیات کړي. مسکو په وار وار ټینګار کړی، چې روسیه به هیڅکله د ناټو پر غړو هیوادونو برید ونکړی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    په سوریه او عراق کې د ناټو د پوځي عملیاتو سره هیڅ څوک لیوالتیا نه لري
    ترینبول: ناټو له اسټرالیا غواړي، چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون زیات کړي
    د ناټو عمومي منشي د فرانسې ولسمشرۍ ته په ټاکنو کې د بريا له امله ماکرون ته مبارکي ورکړه
    د ناټو عمومی منشي د یمانویل مکرون څخه د ليدنې کتنې غوښتنه وکړه
    میرکل ناټو ته لارښونه وکړه، چې روسيي سره څه رقم چلند وکړی
    کردي ملیشې: د داعشیانو څخه د ناټو وسلې تر لاسه شوی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی