په ژوندی پڼه خپرونه
    تیرزه مې باور لري چی بروکسل باید انګلستان ته په میلیاردو پونډه ورکړي

    تیرزه مې باور لري چی بروکسل باید انګلستان ته په میلیاردو پونډه ورکړي

    © REUTERS/ Eric Vidal
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9401

    د انګلستان صدراعظمه تیرزه مې په دې عقیده ده چی بروکسل باید انګلستان ته «په میلیاردو پونډه» د پانګې اچوونې په اروپايی بانک کی د ونډو په حساب ورکړي. په دې هکله د Telegraph ورځپاڼې خبر ورکړی.

    د مې په نظر، انګلستان مالي حقوق لري چی باید د Brexit په هکله د خبرو په وخت کی د ژبنو سره په برابره توګه په پام کی ونیول شي. مې وویل:«د پانګې اچوونې بانک موجود دی او نورې برخې هم شته. لکه چی تاسې پوهیږی، دا به د خبرو مهمه برخه وي».
    ورځپاڼه زیاتوي چی د انګلستان صدراعظمې د لومړي ځل لپاره د پانګې اچوونې په اروپايی بانک کی د ونډې د ساتلو خبره یاده کړه. د انګلستان په حکومت کی سرچینو ورځپاڼې ته خبر ورکړ چی په دغه بانک کی د انګلستان ونډه تقریباً لس میلیارده یورو ارزول کیږي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی