په ژوندی پڼه خپرونه
    د کوبا حکومت د خپلواکی د ورځې په مناسبت د ترامپ په مبارکی خندلي دي

    د کوبا حکومت د خپلواکی د ورځې په مناسبت د ترامپ په مبارکی خندلي دي

    © AP Photo/ Desmond Boylan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 135 0 0

    د کوبا حکومت د خپلواکی د ورځې په مناسبت د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ مبارکي «مناقشوي» او «بیځایه» بللي ده. په دې هکله د EFE آژانس خبر ورکړی.

    ویل شوي چی د حکومت استازي د کوبا په دولتي تلویزیون ترامپ «په بده توګه ناخبره» بللی او د هیواد په پته یې د ده په مبارکی خندلي. ده وویل چی د مې په ۲۰ نیټه « د یانکي نوې مستعمره» منځ ته راغله چی د ۱۹۵۹ کال د جنوري تر ۱ نیټې یې دوام وکړ، کله چی د کوبا انقلاب، د فیډل کاسترو په مشری بریالی شو.
    لکه چی خبر ورکړی شوی، په اعلامیه کی همدارنګه ویل شوي چی «د بهرني او کورني سیاست په مسالو کی د سترمیلیونر د اعلامیې په مناقشوي توب او حماقت» حتی پخپله د امریکا په حکومت کی هم پوهیږي.
    دمخه ترامپ په لیکلې اعلامیه کی کوبا او په امریکا کی د کوبایانو ټولنې ته د خپلواکی د ورځې په مناسبت مبارکي ویلې وه. ترامپ په مبارکی کی ویلی چی امریکایان او کوبایان د خودمختاری، حیثیت او آزادی اصولو ته وفادار دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی