په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنیو پر ترامپ د سعودي عربستان پاچا ته د تعظیم په خاطر انتقاد کړی

    رسنیو پر ترامپ د سعودي عربستان پاچا ته د تعظیم په خاطر انتقاد کړی

    © Photo/ العالم
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 550 0 0

    د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ چی یو له هغو کسانو څخه وو چی د امریکا پر پخواني مشر بارک اوباما یې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ته د تعظیم په خاطر انتقاد کاوه، همداشان پاچا ته په الریاض کی تعظیم وکړ. په دې هکله د «واشنګټن پست» ورځپاڼې خبر ورکړی.

    ورځپاڼه لیکي، ترامپ د کتنې په بهیر کی په داسې حال کی د لاس په ورکولو سره د سعودي عربستان د پاچا هرکلی وکړ چی په مستقیمه توګه ولاړ وو. خو وروسته، په هغه لحظه کی، کله چی پاچا د امریکا جمهور رییس په نښان ستایه، د امریکا مشر د هغه په وړاندې د تعظیم په نښه سر ټیت کړ. دا واقعیت کاروونکو په تصویرونو کی لیدلی.

    ورځپاڼه یادونه کوي چی په ۲۰۰۹ کال کی شاهي دولت ته د سفر په وخت کی جمهور رییس اوباما له پاچا څخه د هرکلي په وخت کی، هغه ته تعظیم وکړ چی د سختو انتقادونو سبب شو.
    ترامپ یو له هغو کسانو څخه وو چی د دې پیسښې په هکله یې څوکاله وروسته نظر څرګند کړی وو.

    ترامپ هغه وخت لیکلي وو:«آیا موږ لاتراوسه داسې جمهور رییس ته اړتیا لرو چی سعودیانو ته تعظیم پرځای کوي او اوپیک ته زموږ د لوټولو اجازه ورکوی؟».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی