په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنیو خبر ورکړی چی په بیت المقدس کی ترامپ ته د بم ضد اتاق ورکوي

    رسنیو خبر ورکړی چی په بیت المقدس کی ترامپ ته د بم ضد اتاق ورکوي

    © AFP 2017/ Thomas Coex
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16801

    له اسراییلو څخه د کتنې په وخت کی د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ ته د میلمستون په داسې اتاق کی ځای ورکوي چی د چاودنو او زهري موادو څخه به خوندي وي. په دې هکله د NBC تلویزیون خبر ورکړی.

    د تلویزیون د خبر سره سم، د King David په هوټل کی د ترامپ اتاق داسې جوړ شوی چی حتی د ټولې ودانۍ د ویجاړیدو په صورت کی هم اتاق جوړ پاتیږي او په آپارتمانونو کی میشتو وګړو ته زیان رسیږي.
    د شیلتون ریتڅ د هوټل منجر همداشان ویلي چی اتاق د تهویې په خاص سیستم مجهز دی چی د امریکا جمهور رییس د غاز د برید په وخت کی ساتي.
    د ترامپ د ساتنې په خاطر نور اضافي اقدامونه هم نیول شوي دي.
    د جمهور رییس او د هغه د اطرافیانو لپاره به خواړه امریکايي او اسراییلي متنخصصین کنترولوي او د هغو پولیسو شمیر چی د ترامپ امنیت به تامینوي، تر لسو زرو کسانو زیات دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی