په ژوندی پڼه خپرونه
    د لاس انجلس په هوايي ډګر کی الوتکه له باروړونکي موټر سره ټکر شوې ده

    د لاس انجلس په هوايي ډګر کی الوتکه له باروړونکي موټر سره ټکر شوې ده

    © AFP 2017/ Frederic J. Brown
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5610

    د Boeing-737 مسافروړونکې الوتکه چی د هغې په داخل کی ۱۴۶ مسافر او د عملې غړي موجود وو، د لاس انجلس په بین المللی هوايي ډګر کی تر راکښته کیدو وروسته له باروړونکي موټر سره ټکر شوه او د دغې پیښې په نتیجه کی ۸ کسان ژوبل شوي دي. دا ټکۍ د ښار د ملکي ادارې په اعلامیه کی ذکر شوی دی.

    د خپاره شوي سند له مخې، ټکر د راګرزیدو پر کرښه پیښ شوی. په لوی خدمتي موټر کی ۸ کسان سواره وو، هغوی ټول ژوبل شوي دي، خو ژوند ته یې ګواښ نه دی متوجه.
    د اوروژنې د ادارې د معلوماتو سره سم. د ټکر په نتیجه کی باروړونکي موټر چپه شوی. الوتکې ته د ښي وزر په برخه کی زیان رسیدلی، خو د سون مواد نه دي بهیدلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی