په ژوندی پڼه خپرونه
    رینهاپ: شمالي کوریا نامعلوم ډوله توغندۍ توغولی

    رینهاپ: شمالي کوریا نامعلوم ډوله توغندۍ توغولی

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16310

    شمالي کوریا نامعلوم ډوله توغندۍ یا ګولی د پوکچخان له سیمې څخه د پخین-نامدو په ولایت کی توغولی دی. په دې هکله د رینهاپ آژانس د درستیزونو د متحدې کمیټې په حواله خبر ورکړی.

    د جنوبي کوریا پوځیان عقیده لري چی دا بالیستیکي توغندی وو، د هغو د الوتنې واټن ۵۰۰ کیلومترو ته رسیده. توغندۍ په سیمه ایز وخت په ۱۶:۵۹ ختیځ لور ته توغول شوی دی. په عین حال کی ویل شوي چی هغه قاره ویشتونکی نه وو.
    د جاپان د NHK تلویزیون د هغه هیواد د دفاع د وزارت په حواله خبر ورکړی چی توغندۍ د جاپان په سمندرګي کیو د جاپان له خاصې اقتصادي سیمې بهر، رالویدلی.
    د جاپان د وزیرانو د کابینې جنرال سکرتر یوسیهیدې سوګا ویلي چی دا د سمندري بیړیو او الوتکو لپاره ګواښ نه رامنخ ته کوي او د ملګرو ملتونو له پریکړه لیک نه څرګنده سرغړونه ده. په توکیو او سیول کی د امنیت د شوراګانو بیړنۍ غونډې رابلل شوې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی