په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا په بریالۍ توګه بالیستیکي توغندی وتوغاوه

    شمالي کوریا په بریالۍ توګه بالیستیکي توغندی وتوغاوه

    © AFP 2017/ Jung YEON-JE
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 18510

    د مای د میاشتې په ۲۱ مه نېټه شمالي کوریا په بریالۍ توګه د نوي ټیپ توغندی چې د فبروري د میاشتې په ۱۲ نېټه ازماییل شوی وو، توغولی دی. په دې هکله څرګندونې د جاپان د وزیرانو شورا عمومي منشي ایسیي خیدي سوګا ګړې دي.

    د «تاس» خبري آژانس د جاپان د وزیرانو شورا د عمومي منشي له قوله کاږي:«ډیره ښوونې ده، چې ښايي هغه نوی ډول توغندی آزمایل شوی وي، کوم چې د فبروري د میاشتې په ۱۲ نېټه آزمایل شوی وو».

    د نوموړي په وینا؛ د توکیو په اند؛ دا یوه نه بښونکې پارونه ده او جاپان به د مګرو ملتونو د امنیت شورا نه په دې تړاو د پریکنده ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړي.

    له دې مخکې شمالي کوریا په بریالۍ توګه د منځني واټن د توغندي د آزمایښت د تر سره کېدو خبر ورکړی وو.

    د شمالي کوریا مشر کیم چین این دغې آزموینې ته د سلو نه سل نمرې ورکړي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی