په ژوندی پڼه خپرونه
    چین له امریکا پر شمالي کوریا د اقتصادي اغیز ځنډولو لپاره د سلو ورځو غوښتنه کړې ده

    چین له امریکا پر شمالي کوریا د اقتصادي اغیز ځنډولو لپاره د سلو ورځو غوښتنه کړې ده

    © REUTERS/ Hyungwon Kang
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 126 0 0

    چین له امریکا غوښتنه کړې، چې پر شمالي کوریا اقتصادي اغیز د سلو ورځو لپاره وځنډوي. په دې هکله خبر د "Asahi" ورځپاڼې ورکړی دی. د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې هکله خبرې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د چین ولسمشر سي ځین پین د کتنې پر مهال کړې دي.

    امریکایي چارواکو د شمالي کوریا پر وړاندې چې له چین سره یې د بهرنۍ سوداګرۍ کچه ۹۰ سلنه ده، د سختو اقتصادي ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه. د ورځپاڼې د خبر له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ګواښ کړی چې د شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو په لړ کې به پر هغو چینايي ادارو او شرکتونو بندیزونه ولګول شي، چې د شمالي کوریا سره مالي او سړداګریزې همکارۍ لري. که نه نو، د ددغې سناریو له مخې، چینايي شرکتونه به ونه شي کولای چې له امریکایي سیالانو سره کار وکړي.

    ددې په ځواب کې چین له امریکا نه د سلو ورځو چې له دې مخکې پیکین او واشنګټن د سوداګرۍ په سر سره موافقه کړې وه، دې ته ورته غوښتنه وکړه. دغه سل ورځیني سوداګریز پلان چین ته د امریکا د صادراتو د کچې لوړېدو، ددواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي بې ثباتۍ، د کسر له منځه وړلو او د امریکا په سوداګریزو چارو کې د توازن د رامنځ ته کېدو په موخه په پام کې نېول شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی