په ژوندی پڼه خپرونه
    سعودي عربستان به د ایوانکې ټرمپ په نوښت جوړ شوي صندوق سره مرسته وکړي

    سعودي عربستان به د ایوانکې ټرمپ په نوښت جوړ شوي صندوق سره مرسته وکړي

    © AP Photo/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 250 0 0

    سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ژمنه وکړه، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لور د ایوانکې ټرمپ په نوښت جوړ شوي صندوق سره به ۱۰۰ ملیونه ډالره مرسته وکړي. په دې هکله خبر د CNN تلویزیون ورکړی دی.

    د خبر له مخې ویل کېږي، چې دغه صندوق به په منځني ختیځ کې د هغو ښځو سره چې په سوداګریزو چارو بوختې دي، مرسته وکړي. د لومړي ځل لپاره هغې د خپل دغه نوښت په هکله څرګندونې په برلین کې د اپریل په میاشت کې د خپل سفر په ترڅ کې کړې وې. ددغه صندوق د مدیریت چارې د ټرمپ په لور، او د نړیوال بانک په غاړه اچول شوې دي.

    په ورته وخت کې یاد ټلویزیوني کانال یادونه کوي، چې ولسمشرۍ ته د ټاکنو پر مهال ټرمپ ددموکراټ ګوند لخوا ولسمشرۍ ته پر نوماندې هیلري کلنټن د هغې د خیریه تولنې له کبله، چې داسې هیوادونو نه لکه سعودي عربستان نه مالي مرستې ترلاسه کوي، چې"ښځو ته په کې د مريانو په سترګه کتل کېږي" نیوکې کړې وې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی