په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیر شمیر خالي بستونو له کبله اندیښمن دي

    په امریکا کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیر شمیر خالي بستونو له کبله اندیښمن دي

    © AP Photo/ Luis M. Alvarez
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10810

    په امریکا متحده ایالاتو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیر شمیر تشو بستونو د ډیرېدو له کبله اندیښمن دي. په دې هکله خبر د The Hill رسنۍ ورکړی دی.

    د یادولو وړ ده چې د بهرنیو چارو وزیر، د ریک تیلرسن د نهو لوړ رتبه بستونو د جملې نه اووه بستونه خالي دي. په دوو نورو بستونو کې تر اوسه هغه کسان په کار بوخت دي، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په دندو ګومارل شوي وو.

    لکه څنګه چې رسنۍ خبر ورکوي، د بهرنیو چارو په وزارت کې۲۰۰ تنه د مهمو دیپلوماتانو په شمول د سنا مجلس له خوا منظورۍ ته په تمه دي. په همدې ډول ویل کېږي، چې ځینې بستونه ددریو میاشتو را په دېخوا تش پاتې دي.

    د امریکا د پخواني ولسمشر د مرستیال سلاکار جولي سمیټ په وینا؛ واشنګټن د ناټو، د اروپايي ټولنې، د فرانسې، د جرمني او روسیې لپاره خپل سفیران ټاکلي نه دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی