په ژوندی پڼه خپرونه
    په ترکیه کې د روسي پیلوټ وژونکی د وسلې د ساتنې په تور په ۵ کاله بند محکوم شو

    په ترکیه کې د روسي پیلوټ وژونکی د وسلې د ساتنې په تور په ۵ کاله بند محکوم شو

    © Fotolia/ Niroworld
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8110

    په ترکیه کې د روسي پیلوټ الیګ پیشکوف وژونکی الپارسلان چیلیک په غیر قانوني توګه د وسلې د ساتنې په تور په ۵ کاله بند محکوم شو. په دې هکله څرګندونې وکیل مراد اوستیوداګ کړې دي.

    د یاد وکیل په وینا:«محکمه د روسیي پیلوټ الیګ پیشکوف د وژنې د پېښې په تړاو نه وه، د هغې په تړاو څېړنې روانې دي».

    د نوامبر د میاشتې په ۲۴ نېټه د روسي پیلوټ الیګ پیشکوف سو — ۲۴ ډوله الوتکه د ترکي پیلوټ F-16 ډوله الوتکې لخوا وویشتل شوه او کله چې د پراشوټ پر مټ ځمکې ته را کښته کېده نو د ځمکې نه په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.

    چیلیک د پېښې وروسته سم د لاسه د هغه د مرګ پړه په خپله غاړه واخیسته. په ورته وخت کې د څېړنو پر مهال نوموړي وویل؛ چې هغه پیشکوف وژلی نه دی او پوځيانو ته، چې دده د لاس لاندې وو، امر یې کړی وو، چې په پیشکوف ډزې ونه کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی