په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین په مانچستر کې د چاودنې له کبله تیرزې مې ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل

    پوتین په مانچستر کې د چاودنې له کبله تیرزې مې ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93 0 0

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مانچستر کې د چاودنې له کبله د انګلستان لومړۍ وزیرې تیرزې مې ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

    په دې تړاو د روسیې د ولسمشر په تیلیګرام کې راغلي:«مونږ دغه غیر انساني عمل په کلکه غندو. هیله لرو چې ددغو بریدونو نوښتګر به وړ سزا وویني».

    د یادولو وړ ده، چې پوتین د تروریزم پر ضد مبارزه کې د بریتانیا سره په دوه اړخیزه او په پراخه نړیواله کچه دهمکاریو پراختیا ته خپل چمتوالی څرګند کړ.

    له دې مخکې د انګلستان پولیسو ویلي وو؛ چې په مانچستر کې د امریکايي سندرغاړې، د آریانا ګرانډ د کنسرت پر مهال چاودنه، چې په پایله کې یې د ماشومانو په شمول ۲۲ تنه وژل شوي دي، يوه ځانمرګي بريدګر کړې وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی