په ژوندی پڼه خپرونه
    د تروریزم پر ضد د مبارزې د ټلوالې جوړولو پر ځای امریکا د ایران پر ضد ټلواله جوړوي

    د تروریزم پر ضد د مبارزې د ټلوالې جوړولو پر ځای امریکا د ایران پر ضد ټلواله جوړوي

    © Sputnik/ Maksim Blinov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 113 0 0

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې منځني ختیځ ته د تروریزم پر ضد د ټلوالې جوړولو په موخه تللی، په اصل کې د ایران پر ضد ټلواله جوړوي. په دې هکله څرګندونې د روسیې د سنا مجلس د نړیوالو چارو د کمېټې مشر کنستانتین کساچایف کړې دي.

    یاد سناتور په دې هکله په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:«نا هیلې کوونکې خبره دا ده، چې د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته په خپله د تروریزم پر ضد د ټلوالې جوړولو په موخه تللی خو په اصل کې د ایران پر ضد ټلواله جوړوي. دا سمه لاره نه ده».

    د هغه په وینا؛ هیڅ څوک د سیمې د ټولو خلکو د ملاتړ پرته نه شي کولای تروریزم له منځه ویسې.

    نوموړي په پای کې لیکلي:«د نړۍ په هر کنج کې هر تروریستي برید، د بشریت او مدني ټولنو لپاره یوه ډیره ناوړې تجربه وه، ددې لپاره چې دغه ډول تیروتنې بیا تکرار نه شي باید په پام کې ونیول شي. مونږ باور لرو، چې د خلکو پر وړاندې د مسولیت احساس به بریالی شي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی