په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د سپیځلي مذهبي شخصیت نیکلاس قدیس قبر ته د دوو کیلومترو په اوږدوالي خلک په نوبت کې ولاړ دي

    د روسیې د سپیځلي مذهبي شخصیت نیکلاس قدیس قبر ته د دوو کیلومترو په اوږدوالي خلک په نوبت کې ولاړ دي

    © Sputnik/ Sergei Pyatakov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 122 0 0

    په مسکو کې د روسیې د سپیځلي مذهبي شخصیت نیکلاس قدیس قبر لیدلو (د اډوکو لیدو) ته په دوهمه ورځ د خلکو نوبت یو کیلو متر نور هم اوږد شو.

    په دغو مراسمو کې چې د مای د میاشتې د ۲۳ نېتې نه پیل شوي او د جولای د میاشتې تر ۱۲ مې نېټې به دوام وکړي، خلک کولای شي، د ۸ بجو نه نيولې تر۲۱ بجو پورې خپل درناوي وړاندې کړي. ددوشنبې په ورځ دغه مراسم په ۱۳ بجو پیل شول چې خلک د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي نوبت ته درېدلي وو او ۱۸،۶ زره تنو خپل ددرناوي مراسم ادا کړل.

    نوبتونه په بیلابیلو لیکو ویشل شوي او په هره لیکه کې د ۱۰۰ نه نېولې تر ۲۰۰ تنو پوري خلک ولاړ دي. د «زیارت کوونکو» ددمې لپاره په سیمه کې ځانګړي موټرونه ولاړ دي نو له همدې کبله «زیارت» ته څیرمه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی