په ژوندی پڼه خپرونه
    عراق د موصل د ښار د ازادولو وروستی پړاو پیل کړ(ویډیو)

    عراق د موصل د ښار د ازادولو وروستی پړاو پیل کړ(ویډیو)

    © AFP 2017/ Ahmad Al-Rubaye
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 82 0 0

    د عراق د فدرالي پولیسو مشر شاکر جودات سپوتنیک ته ویلي؛ چې د موصل په لویدیځ کې دداعش په مرچلونو یې د «ګراد» ډوله توغندیو چې پولیسو نوي کړي، په لسګونو ګوزارونه کړي دي.

    رسنیو ته شاکر جودات څرګنده کړه؛ چې د موصل په ښار کې د داعش د ډلې پر مورچلونو، د وسلو پر زیرمو او ترانسپورټي وسیلو ګوزارونه چې هوايي بمباري هم په کې شامله وه، پراخه وو. جنرال څرګنده کړه، چې دغه عملیات جګړه مارانو نه د موصل د ښار د ازادولو د وروستی پړاو د پیل پیغام وو.

    سپوتنیک د عراق د فدرالي پولیسو د رسنیز مرکز لخوا په موصل کې د داعش د ډلې پر مرکزونو ددغو ګوزارونو ویډیو تر لاسه کړې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی