په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د دودیرتي سره د خبرو په ترڅ کې د شمالي کوریا مشر د لیوني په نوم چې اټمي وسله لري، یاد کړ

    ټرمپ د دودیرتي سره د خبرو په ترڅ کې د شمالي کوریا مشر د لیوني په نوم چې اټمي وسله لري، یاد کړ

    © REUTERS/ Jonathan Ernst
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 20801

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیلیپین ولسمشر رادریګو دودیرتي سره د ټیلیفون په کرښه د خبرو په ترڅ کې د شمالي کوریا مشر کیم چین این د لیوني په نوم چې اټمي وسله لري، یاد کړی دی.

    د The Washington Post د رسنۍ د خبر له مخې، د فیلیپین د حکومت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل کېږي، چې ټرمپ دغه څرګندونې د اپریل په میاشت کې د دودیرتي سره د ټیلیفون په کرښه د خبرو پر مهال کړې دي.

    رادریګو دودیرتي په دې هکله په خپلو خبرو کې وویل، چې کیم چین این «د خپلو بمونو سره داسې لوبې کوي، لکه د لوبو خپل سامان سره چې لوبېږي».

    ټرمپ زیاته کړه:«مونږ نه شو کولای، چې د اټمي وسلې سره یو لیوني آزاد پریږدو. مونږ سره د هغه پر تله ۲۰ ځلې ډیره وسله شته خو مونږ نه غواړو چې هغه وکاروو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی