په ژوندی پڼه خپرونه
    د سوریې پوځیان د شعیرات هوايي ډګر ته د امریکا د بمباریو وروسته راستنېږي

    د سوریې پوځیان د شعیرات هوايي ډګر ته د امریکا د بمباریو وروسته راستنېږي

    © Sputnik/ Mikhail Voskresenskiy
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21710

    د سوریې پوځیان د شعیرات هوايي ډګر ته، چې له دې مخکې د امریکا له لوري د توغنیو د بمباریو لاندې راغلي وو، راستنېږي.

    د NBC News د خبر له مخې، چې د امریکا د دفاع د چارو په وزارت کې د پټې سرچینې په حواله ورکړ شوې دی، ویل کېږي، چې د سوریې پو ځیانو دغه هوايي ډګر رغولی او د su-22 او د MiG-23 ډوله جټ الوتکې په کې ځای پرځای شوې دي.

    د یوه چارواکي په وینا؛«په نژدې راتلونکې کې به له دې ځایه یو ځل بیا الوتنې پیل کړي».

    د اپریل د میاشتې د ۷ نېټې په شپه امریکا د سوریې د شعیرات په هوايي اډې د توغندیو بریدونه وکړل. دغه بریدونه په دې آډه کې د کیمیاوي وسلو د ساتنې په پلمه شوي وو. د پینتاګون د معلوماتو له مخې ټول ټال ۵۹ توغندي توغول شوي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی