په ژوندی پڼه خپرونه
    عباس ترامپ ته له اسراییلو سره د خبرو پیلولو ته د تیارۍ په هکله ډاډ ورکړ

    عباس ترامپ ته له اسراییلو سره د خبرو پیلولو ته د تیارۍ په هکله ډاډ ورکړ

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7 0 0

    د فلسطین مشر محمود عباس د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ ته ډاډ ورکړ چی له اسراییلو سره د خبرو فوري پیلولو ته تیار دی. په دې هکله سپینې ماڼۍ خبر ورکړی.

    د دواړو مشرانو کتنه د سه شنبې په ورځ، د مې په ۲۳ نیټه په بیت الحم کی ترسره شوه.
    لکه چی دقیقه شوې، جمهور رییس عباس او جمهور رییس ترامپ د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمنځ د سولې ترلاسه کیدو ته خپله وفاداري تایید کړه. دواړو مشرانو د خبرو د پرمختګ د لارې په هکله بحث وکړ. همدارنګه پر دې بحث وشو چی عربي هیوادونه څرنګه کولی شي له دې خبرو ملاتړ وکړي.
    د فلسطین جمهور رییس محمود عباس وویل چی د خبرو فوري پیلولو ته تیار دی.
    همدارنګه د انګلستان په مانچیستر کی پر تروریستي عمل بحث وشو. دونالد ترامپ د فلسطین له خودمختاری څخه د اسراییلو په زندانونو کی بندیانو ته، له هغې جملې هغو کسانو ته چی پر اسراییلیانو د برید او وژنې په خاطر محاکمه شوي، د پیسو د ورکولو مساله راپورته کړه. اسراییل د فلسطین چارواکو ته د دغو پیسو د ورکولو د بندلو هڅه کوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی