په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا د روسیې د مخنیوي په موخه بودیجه زیاته کړه

    امریکا د روسیې د مخنیوي په موخه بودیجه زیاته کړه

    Alan Crosthwaite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7301

    د امریکا متحده ایالاتو د روسیې د مخنیوي په موخه د پروګرام لپاره بودیجه زیاته کړې او اړونده اسناد د امریکا کانګرس ته لېږل شوي دي.

    د نوې طرحې له مخې، د امریکا متحده ایالات اوس چمتو دي، په دې تړاو ۵ ملیارده ډالره په داسې حال کې لګښت وکړي، چې له دې مخکې دغو چارو لپاره بودیجه یې ۳،۵ ملیارده ډالره په پام کې نیول شوې وه. امریکایان دغه ګامونه «د اروپا دډاډمن امنیت لپاره د نوښتونو» په نوم یادوي.

    دغه طرحه «د اروپايي متحدینو د امنیت دساتنې ضمانت کوي»، چې عملآ دا د روسیې پولې سره د ناټو د نورو پوځیانو د ځای پرځای کولو په مانا ده.

    د"روسیې — ۲۴" کانال د خبر له مخې، دغه لګښتونه په داسې حال کې کېږي، چې د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې ډیر کمښت راغلی دی. اوس به امریکایان په بې وزلو خلکو، زده کړیالانو او هغو خلکو چې طبي مرستو ته اړتیا لري، ډیر کم لګښت کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی