په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د دفاع وزیر سرګې شایګو

    د پنځم نسل ښکاري Т-50 الوتکه او د اس- ۵۰۰ کومپلکسونه څه وخت د روسیې پوځ ته استول کیږي؟

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5110

    د روسیې وسله وال ځواکونه د پنځم نسل ښکاري Т-50 الوتکه په ۲۰۱۹ کال کی او د هوايي مدافعې ډیر نوي اس- ۵۰۰ کومپلکسونه – په ۲۰۲۰ کال کی ترلاسه کوي چی د دښمن د آني نړیوال ګوزار مخنیوی په ډاډه توګه لوړوي. په دې هکله د روسیې د دفاع وزیر سرګې شایګو اعلان کړی.

    شایګو د فدراسیون په شورا کی د «حکومتي ساعت» په بهیر کی وویل:«ځواکونو ته سر له ۲۰۱۹ کاله د Т-50جبهه يي لرلیدلرونکي هوايی کومپلکس او په ۲۰۲۰ کال کی د هوايي — فضايي مدافعې د برید له معاصرو وسیلو سره د اغیزمنې مبارزې ډیر نوي اس- ۵۰۰ توغندیز کومپلکسونه استول کیږي».
    د نوموړي په خبره، «د ټاکل شوو پلانونو تحقق د دښمن د آني نړیوال ګوزار د مخنیوی په وړاندې ډاډه مانع ایجادوي او د هر عالي تخنالوژیکي غیرهستوي تیري کوونکي مخنیوی تامینوي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی