په ژوندی پڼه خپرونه
    لیونل مسي په ۲۱ مياشتو بند محکوم شوي

    لیونل مسي په ۲۱ مياشتو بند محکوم شوي

    © REUTERS/ Ruben Sprich
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13001

    د اسپانيا سترې محکمې لیونل مسی د مالیاتي درغليو په تور په ۲۱ مياشتو بند محکوم کړي. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د مارکا سپورتي مجلۍ له قوله خپور کړي.

    د راپور له مخې، د بارسلونو محکمې لیونل مسي او د هغه پلار د مالیاتي درغليو په قضيه کې مجرم وبلل او پریکړه يي وکړه چې لیونل مسي په ۲۱ مياشتو بند محکوم شي.

    د یادوني وړ ده، د مسي کورنۍ د مالياتو څخه په ځان پټونې تورنه ده چې د ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ کال پورې د ۴ مليونو یورو څخه زياته، ماليه نه ده ورکړي.

    د اسپانيا د سترې محکمې په خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې مسي د مالیاتو د قانون څخه د سرغړوني له امله په دي سزا محکوم شوی.

    مسي د محکمي په ځواب کې وویل: «زه یوازي د فوټبال لوبی ته پاملرنه کومه، او داسۍ کارونه لکه مالیات مي خپل پلار او خپل وکیلانو ته سپارلي. زه پر هغوی ډاډ لرم او هیڅکله مې د مالیاتي درغليو قصد نه درلود.»

    د اسپانیا د قانون پر بنسټ مسي او د هغه پلار به بندي نشی، او د جرمي سابقی د نشتوالي له امله د بند سزا به په نقدی جریمي بدله شی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    «مسي له خپل کوچنې افغان مينه وال سره په دوحه کې ولیدل+ «ویډیو
    مرتضی احمدي له مسي ډالۍ تر لاسه کړه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی