په ژوندی پڼه خپرونه
    د سپوتنیک ټولپوښتنه: په جرمني او ایټالیا کې ډیر خلک د پولنډ او بالتیک هیوادونو ته د روسیې له لوري په ګواښ باور نه لري

    د سپوتنیک ټولپوښتنه: په جرمني او ایټالیا کې ډیر خلک د پولنډ او بالتیک هیوادونو ته روسیې له لوري په ګواښ" باور نه لري

    © Sputnik/ Grigoriy Sisoev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 119 0 0

    د سپوتنیک ټولپوښتنه

    د «سپوتنیک» آژانس لپاره د Ifop اړونده شرکت د ټولپوښتنې، چې په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د سر مشریزې غونډې په درشل کې تر سره شوې، د پایلو له مخې یې ویل کېږي، چې په ایټالیا، جرمني او فرانسه کې ډیر خلک د ناټو لخوا په هغو اعلامیو چې ښايي روسیه پر پولنډ او د بالتیک پر هیوادونو برید وکړي، باور نه لري خو په انګلستان او امریکا کې بیا په دې هکله لید لوری په بل ډول دی. 

    د سپوتنیک ټولپوښتنه: په جرمني او ایټالیا کې ډیر خلک د پولنډ او بالتیک هیوادونو ته د روسیې له لوري په ګواښ باور نه لري
    © Sputnik/
    د سپوتنیک ټولپوښتنه: په جرمني او ایټالیا کې ډیر خلک د پولنډ او بالتیک هیوادونو ته "د روسیې له لوري په ګواښ" باور نه لري

    په ایټالیا او جرمني کې (په ترتیب سره ۶۹ سلنه او ۶۰ سلنه) او په فرانسه کې (۴۷سلنه) خلک په دې باور نه لري، چې روسیه په پام کې لري، چې پر پولنډ او د بالتیک پر هیوادونو یرغل وکړي. دغه لید لوری د زړو نسل استازو سره، چې ډیری یې د لوړو زده کړو خاوندان دي، ورسره دی.
    په انګلستان او امريکا کې بیا د ښو لوړو زده کړو خلک د روسیې له لوري پر ختيځې اروپا د يرغل ښوونتیا له پامه نه غورځوي. په دې تړاو پوښتنو سره ۴۳ سلنه انګریزانو او ۵۵ سلنه امریکایانو، چې ډیری یې دموکراتان وو، موافقه کړې ده.
    دغه ټولپوښتنه په فرانسه، جرمني، ایټالیا او انګلستان کې د Ifop په نوم د اړونده چارو تر ټولو پخواني شرکت د ۲۰۱۷ ز- ل کال د اپریل د میاشتې له ۲۱ نېټې نه تر ۲۵ نېټې او د امریکا په متحده ایالاتو کې د اپریل د میاشتې د ۲۱ مې نېټې نه تر ۲۷ نېټې پورې تر سره کړې ده، په دغې ټولپوښتنه کې ټول ټال ۴۰۵۵ تنه، چې عمر یې د ۱۸ کلونو لوړ وو، پوښتل شوي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی