په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا په پالیسۍ کې د روسیې، چین او ایران سره اطلاعاتي جګړه لومړیتوب کې پاتې ده

    د امریکا په پالیسۍ کې د روسیې، چین او ایران سره اطلاعاتي جګړه لومړیتوب کې پاتې ده.

    bbg
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 86 0 0

    د امریکا په پالیسۍ کې د روسیې سره اطلاعاتي جګړه حتی د پلان له مخې د تبلیغاتو د کمولو په صورت کې هم په لومړیتوب کې پاتې ده. دا ټکي د (BBG, Broadcasting Board of Governors) د رهبري شورا لخوا ګنګرس ته د ۲۰۱۸ ز- ل کال لپاره د بودیجې د ځانګړې کولو د لامل په توګه په ګوته شوي دي.

    د(BBG, Broadcasting Board of Governors د کمپنۍ تر کنترول لاندې "د امریکا غږ" راډیو او ټلویزیون، "د ازادۍ" راډیو، "آزاده اروپا" چې د روسیې، ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا کې هیوادونو لپاره، TRC "Marty" چې د کوبا لپاره خپرونې، دراډیو  "Sava" او د " الهوره" ټلویزیوني کانال چې دمنځني ختیځ لپاره خپرونې لري، شاملې دي.

    سیاسي او ژبني لومړیتوبونه

    ددغه سند د جوړونکو په اند؛ BBG په نوي مالي کال کې چې په امریکا کې د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه پیلیږي، د ۶۸۵،۱ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې، چې د روان کال پر تله ده، ۶۳،۱ میلیونه یا ۸،۴ سلنه کمه ده، خو دوی ټینګار کوي چې "د روسیې د غلطو مالوماتو مخنیوي، د سخت دریځۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه، او همدارنګه په شمالي کوریا کې د خپرونو پياوړتيا ته لومړيتوب ورکوي."

    په راپور کې یادونه شوې، چې د BBG لپاره "تر ټولو مهمې ستراتيژيکي ژبې" روسی، فارسي، هسپانوي او چينايي ژبې دي.

    دغو نوښتګرو په خپل راپور کې د برياوو تر څنګ د "امریکا غږ" او RFE / RL د ګډې پروژې په هکله په ځانګړې توګه یادونه کړې، چې هره ورځ د یوه ساعت لپاره په روسي ژبه د "اوسنی وخت" خپرونه لري چې د پخواني شوروي اتحاد هیوادونو لپاره د بریښنا په کرښه خپریږي. په تیر کال کې د خپلو لاسته راوړنو په نوملړ کې یې د هغې ویډیو یادونه هم کړې، چې د روسیې مشر تابه خپلې ژمنې عملي کړې نه دي او ادعا کوي چې ګواګې دوی نه یوازې په امریکا کې په بریښنا پانو کې بلکې په odnoklassniki کې هم مینه وال لري.

    د ویلو وړ ده، چې په ۲۰۱۸ ز- ل کال کې "د امریکا غږ" په پام کې لري د "اوسنی وخت" پروګرام ته دوام ورکړي. خو که د  BBG د پخوانۍ مشرتابه په پلانونو کې د روسیې لپاره د بریښنا په کرښه، د راډیو او تلويزيون خپرونې شپه او ورځ په پام کې نیول شوې وې، خو اوس په دې تړاو په دې سند کې څه ویل شوي نه دي.

    د اوکراین سره د کار د بریالیتوبونو په نوملړ کې، په ځانګړې توګه د امریکا او د اوکراین د قانون جوړوونکي په ګډون د ټلویزیوني پراګرامونو، پولونو د جوړولو یادونه شوې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی