په ژوندی پڼه خپرونه
    جان کري محصلینو ته ویلی: روسي ژبه زده کړی

    جان کري محصلینو ته ویلی: روسي ژبه زده کړی

    © AP Photo/ BRENDAN SMIALOWSKI/POOL
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 207 0 0

    د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري امریکايي محصلینو ته د وینا په ترځ کی د روسي ژبې د زده کولو مشوره ورکړه. د جان کینیډې په نامه د هارورد په پوهنتون پورې د ادارې د تړلي ښوونځي زده کوونکو ته د هغه د وینا ځینې برخې د Politico ورځپاڼې نقل کړې دي.

    کري وویل:«زما څخه ډیرځله پوښتنه کوي، پر حکومت د واقعي اغیزې راز په څه کی دی. هرڅه نه ډیر پخوا بدل شوي دي. که نن سپینې ماڼۍ ته نظر وکړو، نو زه ویلی شم چی باید د روسي ژبې درسي کتاب رانیسو او روسي ژبه زده کړو».
    کري همدارنګه د امریکا پر اوسني جمهور رییس دونالد ترامپ د انتقاد امکان هم له لاسه ورنه کړ. د بهرنیو چارو د پخواني وزیر په نظر، د دولت د مشر لپاره چی په اساسي قانون کی یې د بیان د آزادی په هکله لومړی تصحیح وضع کړې، « هره ورځ د ژورنالیستانو سپکول او حتی هغوی ته ګواښ کول نورمال کار نه دی». همدارنګه، د کري په نظر، «دا نورماله خبره نه ده، کله چی د FBI مشر په خپل سر له دې کبله برطرفوي چی هغه « د هغه سړي پر انتخاباتي کمپاین چی هغه یې برطرف کړی، د روسیې د اغیزې په هکله څیړنه کوله».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی