په ژوندی پڼه خپرونه
    د «اسکندیر-M» کومپلکسونه د لومړي ځل لپاره تاجکستان ته د تروریستي ضد تطبیقاتو په غرض استول شوي دي

    د «اسکندیر-M» کومپلکسونه د لومړي ځل لپاره تاجکستان ته د تروریستي ضد تطبیقاتو په غرض استول شوي دي

    © Sputnik/ Evgeniy Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 140 0 0

    د «اسکندیر-M» اوپراتیفي- تاکتیکي کومپلکسونه د لومړي ځل لپاره تاجکستان ته د «دوشنبې- ترورضد – ۲۰۱۷» ګډو تروریستي ضد تطبیقاتو په غرض استول شوي دي. په دې هکله ژورنالیستانو ته د پنجشنبې په ورځ د مرکزي پوځی حوزې د ځواکونو قوماندان ډګرجنرال ولادیمیر زارودنیڅکي خبر ورکړ.

    قوماندان وویل:«د توڅکي د توغندیو د کنډک د «اسکندیر-M» اوپراتیفي- تاکتیکي کومپلکسونه د لومړي ځل لپاره تاجکستان ته د «دوشنبې- ترورضد — ۲۰۱۷» ګډو تروریستي ضد تطبیقاتو په غرض استول شوي دي. لیږدونه د روسیې د هوايی — فضايی ځواکونو ان-۱۲۴-۱۰۰ «روسلان» الوتکو تامین کړې ده».
    د جنرال زارودنیڅکي د معلوماتو له مخې، د تطبیقاتو په بهیر کی به د توغندیو مسوولان په غرونو کی د شرطي تروریستانو پر اډه توغندی وتوغوي.
    دمخه د تاجکستان د پلازمینې په اطراف کی د عیني په هوايی ډګر کی د جبهه يي بمبارد سو-24M الوتکې چی د جنوبي اورال د شاګول له هوايی اډې الوتې وې، راکښته شوې وې.
    «دوشنبې- ترورضد — ۲۰۱۷» — لومړي تطبیقات دی چی د خپلواکو دولتونو د ټولنې د تروریستي ضد مرکز له خوا د ټولنې د غړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو په جلبولو تر سره کیږي. د تطبیقاتو فعال پړاو په تاجکستان کی د مې په ۳۰ نیټه پیل کیږي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی