په ژوندی پڼه خپرونه
    د WannaCry د ویروس زیان د یو ملیارد ډالرو اوښتی

    د WannaCry د ویروس زیان د یو ملیارد ډالرو اوښتی

    © Fotolia/ Artur Marciniec
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 84 0 0

    په پراخه کچه د WannaCry د ویروس د خپرېدو له کبله زیان د یو ملیارد ډالرو اوښتی دی.

    په دې هکله لیکنه د McClatchyDC رسنۍ KnowBe4 په نوم د معلوماتو د خوندیتوب د شرکت د کارپوهانو په حواله خپره کړې ده.

    د تاوانونو دغه لویه بیه په ټوله نړۍ کې د لویو شرکتونو د تولیداتو په پراخه کچه کي د کمښت، د معلوماتو د له منځه تللو، د اعتبار کچې ته د زیان رسېدو، د شهرت کچې د ټیټېدو او نورو لاملونو له کبله تر لاسه شوې ده.

    د extortionist WanaCrypt0r 2.0 ویرس چې د (WannaCry) ویروس دی، د پيسو غوښتنه کوي او د مای د میاشتې په ۱۲ نېټه یې په فعاله توګه په خپرېدو پیل وکړ. د بیلابیلو اټکلونو له مخې، دغه پروګرام د ۳۰۰ نه تر۶۰۰ ډالرو پورې د پیسو غوښتنه کوي. داسې ښکاري، چې د WannaCry ویروس جوړونکو ددې پروګرام بنسټ لپاره د امریکا د څارګرې ملي ادارې پروګرام نه کار اخیستی دی.

    د مای د میاشتې په ۱۳ نېټه خبر ورکړ شوی وو، چې د مای د میاشتې په ۱۳ نېټه ددغه ویروس خپرېدل په ناڅاپه توګه ودرول شول، خو کارپوهان وايي، چې که د ویروس جوړونکي د هغه کوډ بدل کړي، نو کېدای شي، چې ویروس یو ځل بیا په خپرېدو پیل وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی