په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا د سایبیري امنیت او د دولتي هکرانو د ټیم د جوړولو لپاره ۸۱ میلیونه ډالره بیلوي

    امریکا د سایبیري امنیت او د دولتي هکرانو د ټیم د جوړولو لپاره ۸۱ میلیونه ډالره بیلوي

    © Sputnik/ David B. Gleason
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    د امریکا د دفاع وزارت او د امریکا ملي علمی فوند چی د عالي تخنالوژیو د انکشاف چارې تر سره کوي، نیت لري د ۸۱ میلیونو ډالرو په شاوخوا کی د سایبیري امنیت د پروژې د انکشاف په غرض بیلې کړي. د دولتي رانیونو په فدرالي پارتل کی د هکري بریدونو د مخنیوی په غرض د دفاعي شبکې د جوړولو دواطلبې اعلان شوې ده.

    په سند کی ویل شوي:«د پروژې اجراکوونکي باید د پرمختګ په برخه کی یو لړ ټاکلي خدمتونه او همدارنګه، واقعي وخت ته د نژدې شرایطو په رژیم کی د سایبیرې ګواښونو د مخنیوونکي کشف په هکله او له دغو ګواښونو نه د خوندیتوب او همدارنګه د مستقیمو او اتومات بریدونو د پایلو د نرمښت په هکله تخنیکي خدمتونه او د پیښو او معلوماتو د همزمان پلټنو د چارو د ثبتول د دفترونه خدمتونه اجرا کړي».
    سربیره پر دې، د امریکا ملي علمی فوند بورسونه منظور کړي چی د هغو په چوکاټ کی به د اطلاعاتي امنیت په برخه کی متخصصین وروزل شي.
    د «سایبیري سرتیرو» په ټیم کی د هیواد له وتلو پوهنتونونو او کالجونو څخه متخصصین شامیلیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی