په ژوندی پڼه خپرونه
    کیم چین نام د مړینې مخکې د امریکا د استخباراتي چارواکي سره کتلي وو

    رسنۍ: کیم چین نام د مړینې مخکې د امریکا د استخباراتي چارواکي سره کتلي وو

    © AFP 2017/ Toshifumi Kitamura
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 147 0 0

    د شمالي کوریا د مشر ورور چې د فبروري د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د کولالمپور په هوايي ډګر کې ووژل شو، د خپلې مړینې څو ورځې مخکې د امریکا د استخباراتي ادارې د استازي سره کتلي وو او همدا د هغه د مرګ لامل ګرځېدلی دی.

    د جاپان د Asahi Simbun رسنۍ په اند؛ د مالیزیا څېړنیزو ارګانونو ددغه وریانت په پام کې نيولو سره څیړنې کوي.

    د رسنۍ د خبر له مخې، کیم چین نام د فبروري د میاشتې په ۶ نېټه کولالامپور ته راغلی وو. د فبروري د میاشتې په ۸ نېټه د مالیزیا په شمال کې ددمې لپاره سیمې ته ولاړ او د خپلو پلانونو په هکله یې هیڅ چا ته هیڅ څه هم ویلي نه وو.

    د فبروري په ۹ نېټه کیم چین نام د یو سړي سره چې کوریایي الاصله امریکایی او د اټکل له مخې په بنکاک کې د استخباراتي ادارې استازی وو او د کیم سره په یوه ورځ مالیزیا ته راغلی وو، کتلي وو. د مالیزیا اړونده چارواکو د هغه څارنه کوله او پر هغه یې سک درلود چې د امریکا د استخباراتي ادارو سره اړیکي لري. ویل کېږي، چې هغه له دې مخکې هم کیم سره کتلي وو.

    د فبروري د میاشتې په ۹ نېټه کیم د امریکا د استخباراتو استازي سره په میلمستون کې د دوو ساعتونو لپاره کتنه وکړه. وروسته بیا د کیم چین نام په سولګر کې داسې نښې وموندل شوې، چې USB چیپ کارول شوی دی.

    د مارچ د میاشتې په ۱۲ نېټه کیم چین نام کولالمپور ته راستون شو او په سبا یې د مالیزیا په نړیوال هوايي ډګر کې پر هغه برید وشو. د امریکا د استخباراتي ادارې استازي په هم هغې ورځ د مالیزیا نه تللی وو.

    څیړونکي په دې باور دي، چې د شمالي کوریا استخباراتي ادارې د امریکا د استخباراتي ادارې سره د کیم چین نام د اړیکو خبر شول او پریکړه یې وکړه چې هغه له منځه ویسې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی