په ژوندی پڼه خپرونه
    د ارارت په غره کی د نوح د بیړۍ تختې موندل شوې دي

    د ارارت په غره کی د نوح د بیړۍ تختې موندل شوې دي

    © Sputnik/ Асатур Есаянц
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    د چین پوهانو د مهم کشف په هکله خبر ورکړی. هغوی وايی چی د ارارت په غره کی تر وارو او ولکانيکي ډبرو لاندې – د لرګیو ټوټې موندل شوې چی د نوح د افسانوي بیړۍ ټوټې شمیرل کیږي.

    د تختو سور ۸ انچه (۲۰ سانتي متره) دی او پر هغوی خاص کلکوونکي عناصر موجود دي.
    کارپوهان اټکلوي چی دا ټوټې تر میلاد دمخه به ۴۸۰۰ کال تعلق لري.
    په زړه پورې خبره دا ده چی د دغه کشف څخه څو سوه متره لیرې همیشنۍ کنګل موجود دی چی په هغو کی د دغه جوړښت نورې یخ وهلې برخې موندل شوې دي. په دې هکله د «پودمسکویې ۳۶۰» سایت لیکلي دي.
    دمخه هم د نوح د بیړۍ د ټوټو د کشفیدو په هکله خبرونه رارسیدل: په ۲۰۱۰ کال کی هم د ارارت په غره کی د هغه ټوټې موندل شوې وې، خو په ۲۰۰۶ کال کی امریکایانو اعلان کړی وو چی د هغه ټوټې یې په ایوریست کی موندلې دي.
    خو هرځل د لرګیو تر دقیقې آزمویني وروسته معلومیده چی دا ټوټې د نوح په بیړۍ هیڅ تړاو نه لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی