په ژوندی پڼه خپرونه
    Канцлер Германии Ангела Меркель выступает конференции партии Христианско-демократического союза Германии

    مرکل: المان د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دی

    © AP Photo/ Martin Meissner
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 81 0 0

    د آلمان لومړۍ وزيره انګيلا مرکل وايي، چې هېواد به يې د بروکسل په ناسته کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

    مرکل چې پرون ماښام يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټليفون پر کرښه خبرې کولې ويلي، چې هېواد يې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دی او د ناټو سازمان په سرمشريزه کې، چې نن په بروکسل کې جوړيږي، د افغانستان ملاتړ کوي.

    د ناټو سازمان د غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې سره راټوليږي او ويل کيږي، چې دسوريې، عراق او يمن د امنيتي وضعيتونو څېړل به يې د بحث محوري ټکي وي.

    که څه هم ويل کيږي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه بحث و نه سي، خو د ناټو عمومي منشي، ينس سټولټنبرګ څه موده وړاندې ويلي و، چې ناټو به افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په تړاو په همدې ناسته کې پريکړه وکړي.

    حاضردمه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۱۳ زره بهرنيو سرتېري مېشت دي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو د ورکړې دنده پر غاړه لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی