په ژوندی پڼه خپرونه
    د ذروي خدمتونو په نړیوال بازار کی د چین نوی پرمختګ

    چين له افغانستان نه ځپل ملاتړ اعلان کړ

    © Sputnik/ Maris Chapligina
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 85710

    د افغانستان او چين د ملي امنيت سلاکارانو په روسيه کي د نړيوال امنيتي کنفرانس په څنډه کي سره کتلي او دواړو لورو د سولې د ټینګښت او په سیمه کي د ترهګريزو شبکو د ځپلو ملاتړ اعلان کړ

    د چین د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره په لېدنه کي افغان لوري ته د امنيت او ثبات د ټينګښت په برخه کي له افغانستان سره د خپلو نظامي مرستو او ملاتر ډاد ورکړی دی.

    د ملي امنيت شورا د رسنيو له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د افغانستان او چين د ملي امنيت سلاکارانو په روسيه کي د نړيوال امنيتي کنفرانس په څنډه کي سره کتلي دي.

    په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دواړو لورو د سولې د ټینګښت او په سیمه کي د ترهګريزو شبکو او د هغوی د ملاتړو د ځپلو په موخه له سیمه ییزو نوښتونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

    د چین د ملي امنیت سلاکار مېنک په دې کتنه کي د افغان ځواکونو قرباني او کلکه اراده ستایلې او د افغان ځواکونو پر تجهیز او پرځان بسياینه یې ټینګار کړی دی.

    په کتنه کي افغان لوري هم د سولې او ټينګښت په موخه په سيمه کي د چين د هڅو مننه او ستاينه کړې ده.

    د چين د ملي امنيت سلاکار ويلي چي د سولې د تامین او له ترهګرو سره د مبارزې په لاره کي د سیمه ییزې اجماع اړتیا محسوسه ده او باور لري چي د سیمې هېوادونه به د ګډو اقداماتو په ترڅ کي له سیمې د ترهګرۍ شومه پدیده له منځه یوسي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی