په ژوندی پڼه خپرونه
    په مسکو کې دداعش دډلې تروریستان د چاودېدونکو توکو سره نیول شوي دي

    په مسکو کې دداعش دډلې تروریستان د چاودېدونکو توکو سره نیول شوي دي

    © REUTERS/ Maxim Shemetov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    په مسکو کې دداعش دډلې د تروریستانو یو لابراتوار چې په کې چاودېدونکې وسېلې او بمونه جوړیدل، موندل شوی او په همدې ډول جوړې شوې چاودیدونکې وسېلې نیول شوې دي. په دې هکله خبر د روسیې څارګرې فدرالي ادارې ورکړی دی.

    د روسیې دڅارګرې فدرالي ادارې د خبر له مخې؛ په مسکو کې څلور تنه تروریستان چې غوښتل یې د پلازمینې په ترانسپورت کې چاودنې وکړي، نیول شوي دي.

    په دې هکله د خبر پاڼې له مخې ویل کېږي:«د نیول شوو کسانو د استوګن ځایونو د پلټنو په پایله کې یو لابراتوار چې په کې بمونه جوړیدل، موندل شوی او په همدې ډول جوړې شوې چاودیدونکې وسېلې، ماشیندارې، مهمات، ماینونه، د سخت دریځو او ترهګرۍ  په هکله کتابونه او ویډیو فلمونه،  نیول شوې دي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی